پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ایران : په افغانستان کې داعش ټولې سیمې ته ګواښ پیښولی شي
نیټه: Sat, 16 Nov 2019 13:07:35 +0000

په افغانستان کې شته داعشیان یوازې یوه هېواد ته نه بلکې ټولې سیمې ته خطر دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هند له انډیا ټوډې سره په تازه مرکه کې ویلي د سیمې ټول هېوادونه باید په افغانستان کې دداعش ډلې په ختمولو کې همکاري وکړي.

 دده په خبره دمګړی له هند، روسیې، چین او پاکستان سره خبرې روانې دي څو ددغه پدېدې پر وړاندې مبارزه کې ګډه همکاري ډېره شي

 جواد ظریف وايي په افغانستان کې لا هم داسې ځایونه شته چې داعش ډله پکې فعالیت کوي او د فعالیتونو پراختیا یې د سیمې په زیان ده.

 ظریف وايي د عراق او سوریې ماتې خوړلي داعشیان په افغانستان کې ځانونه ځای پر ځای کوي او باید پر وړاندې یې پر وخت اقدامات وشي.

(( داعش وسله وال له سوریه او عراق څخه افغانستان ته تللی، داعش وسله وال افغانستان ، ایران ، پاکستان او د منځنې اسیا هېوادونه خطر دی، مونږ ددې ګواښونو په اړه له پاکستان، هند، افغانستان روسیه او چین سره خبرې کړي دي نو مونږ ټولو ته پکاره ده چې تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړو.))

جواد ظریف تور پوری کړی چې امریکا له سوریې او عراق څخه د داعش وسله والو  قوماندنان افغانستان ته لیږدوي.

نوموړی وايي امریکا د داعش وسله والو قومندانانو سره مرسته کوي چې د یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوي.

 جواد ظریف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ملي دفاع وزارت په تازه اعلامیه کې ویلي، چې په وروستیو ورځو کې ۶۱۳ داعشیان په ننګرهار کې ورته تسلیم شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته