پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي : په بهرنیو چارو وزارت کې ژور اصلاحات پیل شوي
نیټه: Sat, 16 Nov 2019 13:10:33 +0000

د اصلاحاتو د راوستو لپاره د تابیاوو خبرداري

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند په يوې خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په ياد وزارت کې د اصلاحاتو د راوستلو لړۍ پیل کړي او ډير ژر به په دغه وزارت کې ژور اصلاحات رامنځته کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د صلاح الدین رباني له استفعا وروسته په ياد وزارت کې د ادلون او بدلون په اړه هم وخت ناوخت رپوټونه ورکول کیږي ، چې د ولسي جرګې ځينې غړي هم ادعا کوي چې په ياد وزارت کې ډيرې وخت مقرریان د زوابطو پرځای په راوبطو ترسره کیږي.

 بهرنیو چارو وزارت همدراز په کابل کې د پاکستان سفارت د ورسیتو ادعاوو په اړه یاده کوي او زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت ساتنې برخې ته ژمني دې

 په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې په رامنځته شوي پېښه کې د نهه وېشت افغانانو د وژل کیدو پخلي کوي اويادې پېښې ته په ښه شان د رسیدو يادونه کوي

د يادونې وړ ده چې د حکومت ځيني سياسي مخالفین د ملي یوالي حکومت په وروستیو ورځو کې د اصلاحاتو په نوم په وزارتونو کې پراخ بدلون تر ډېره سیاسي کړنه بولي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته